دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 271796
هند افغانستان ته شل زره ټنه غنم لېږي
هند به د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته شل زره ټنه نور غنم ولېږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د فایننشل ټریبیون په ګډون یو شمېر هندي رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، چې د ۲۰ زره ټنه هندي غنمو لومړۍ جوپه به تر پایه د افغانستان هرات ولایت ته راورسېږي.
 
هند ویلي چې افغانستان ته د دغو مرستو د استولو موخه د یوه بشري ناورین د مخنیوي هڅه ده.
 
د راپورونو له مخې، هند تر اوسه د پاکستان د ځمکنیو بندرونو له لارې افغانستان ته ۴۰ زره ټنه غنم استولي دي.
 
د سیمې او نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د بشري مرستو سره سره په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې سږ کال له ۲۸ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdchwzni-23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته