کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل ښار کې د سړک جوړولو د پنځو سترو پروژو کار پیل شو

25 جوزا 1402 ساعت 15:24

د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون سره د کابل ښار د سړکونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاریانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د سړک جوړولو د پنځو سترو پروژو کار پرانستل شو.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنجشنبه د جوزا ۲۵ مه په کابل ښار کې د سړک جوړونې پنځه لویې پروژې پرانیستې. نوموړي په دې مراسمو کې وويل، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کابل ښاريانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي او د ګڼې ګوڼې مخه به ونيول شي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال په دوام کې ټينګار وکړ چې امنيت د هيواد د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم دى له همدې امله اسلامي امارت د خپلو اتباعو د امنيت تامينولو ته ژمن دى .
 
ښاغلي برادر دغه پروژې د کابل ښار د اقتصادي ودې او معیاري کېدو په برخه کې ډېرې ارزښتمنې وبللې او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د کابل ښار د معیاري کېدو په برخه کې ونډه واخلي.
 
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې مرستيال مولوي محمد خالد سجستاني هم وويل، چې د يادو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي وده او معياري کېدو ته زمينه برابره شي او د کابل ښار د ترافيکو کچه به راټيټه شي.
 
د هغه په ​​وينا، له يادو پنځو پروژو څخه د کابل د شمال لوېديځ د مواصلاتي سړک عملي کار پيل شوى، چې د يو نيم کال په موده کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې دغه سړک ٧،٥ کيلومتره اوږدوالى او ٣٠ متره سور لري، چې ٥٣٠ ميليونه افغانۍ لګښت يې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه ورکول کېږي.
 


د مطلب کود: 271814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271814/په-کابل-ښار-کې-د-سړک-جوړولو-پنځو-سترو-پروژو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com