دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 271814
په کابل ښار کې د سړک جوړولو د پنځو سترو پروژو کار پیل شو
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون سره د کابل ښار د سړکونو د ګڼې ګوڼې د مخنیوي او ښاریانو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه د سړک جوړولو د پنځو سترو پروژو کار پرانستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن پنجشنبه د جوزا ۲۵ مه په کابل ښار کې د سړک جوړونې پنځه لویې پروژې پرانیستې. نوموړي په دې مراسمو کې وويل، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به د کابل ښاريانو ته ډېرې اسانتياوې برابرې شي او د ګڼې ګوڼې مخه به ونيول شي.
 
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال په دوام کې ټينګار وکړ چې امنيت د هيواد د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم دى له همدې امله اسلامي امارت د خپلو اتباعو د امنيت تامينولو ته ژمن دى .
 
ښاغلي برادر دغه پروژې د کابل ښار د اقتصادي ودې او معیاري کېدو په برخه کې ډېرې ارزښتمنې وبللې او له ټولو هېوادوالو یې وغوښتل چې د کابل ښار د معیاري کېدو په برخه کې ونډه واخلي.
 
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېريال ساتنې مرستيال مولوي محمد خالد سجستاني هم وويل، چې د يادو سړکونو په جوړېدو سره به د کابل ښار اقتصادي وده او معياري کېدو ته زمينه برابره شي او د کابل ښار د ترافيکو کچه به راټيټه شي.
 
د هغه په ​​وينا، له يادو پنځو پروژو څخه د کابل د شمال لوېديځ د مواصلاتي سړک عملي کار پيل شوى، چې د يو نيم کال په موده کې به بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه، چې دغه سړک ٧،٥ کيلومتره اوږدوالى او ٣٠ متره سور لري، چې ٥٣٠ ميليونه افغانۍ لګښت يې د کابل ښاروالۍ له داخلي عوايدو څخه ورکول کېږي.
 
https://avapress.com/vdcizzar5t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته