کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې د بشري مرستو زیاتوالی د اسلامي همکاریو د سازمان او جاپاني چارواکو ترمنځ د خبرو تمرکز دی

27 جوزا 1402 ساعت 10:47

د اسلامي همکاریو د سازمان چارواکو په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي او د اقتصادي زیربناوو د پراختیا په اړه د جاپان له چارواکو سره خبرې او مشورې وکړې.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت او په دغه سازمان کې د نغدو پیسو د صندوق مشر جمال الساعاتی د جاپان د حکومت له چارواکو سره د دغه هېواد د موسسو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
 
د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو د سازمان او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارې په لټولو او ترلاسه کولو هوکړه کړې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د جاپان، د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو ترمنځ د ګډو همکاریو د بنسټ د رامنځته کولو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو د نشتوالي له امله بې وزلي او بېکاري مخ په زیاتېدو ده.
 


د مطلب کود: 271861

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271861/په-افغانستان-کې-د-بشري-مرستو-زیاتوالی-اسلامي-همکاریو-سازمان-او-جاپاني-چارواکو-ترمنځ-خبرو-تمرکز-دی

آوا
  https://www.avapress.com