دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 271861
په افغانستان کې د بشري مرستو زیاتوالی د اسلامي همکاریو د سازمان او جاپاني چارواکو ترمنځ د خبرو تمرکز دی
د اسلامي همکاریو د سازمان چارواکو په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي او د اقتصادي زیربناوو د پراختیا په اړه د جاپان له چارواکو سره خبرې او مشورې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د اسلامی همکاریو سازمان ځانګړی استازی طارق علی بخیت او په دغه سازمان کې د نغدو پیسو د صندوق مشر جمال الساعاتی د جاپان د حکومت له چارواکو سره د دغه هېواد د موسسو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
 
د اسلامي همکاريو د سازمان له خوا د جمعې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د اسلامي همکاريو د سازمان او جاپان د ګډو پروژو د پلي کولو لپاره د حل لارې په لټولو او ترلاسه کولو هوکړه کړې ده.
 
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان په اړه د جاپان، د اسلامي همکاریو سازمان او ملګرو ملتونو ترمنځ د ګډو همکاریو د بنسټ د رامنځته کولو پر څرنګوالي هم خبرې وشوې.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نړیوالې ټولنې د مرستو له بندېدو سره په افغانستان کې د اقتصادي بنسټونو د نشتوالي له امله بې وزلي او بېکاري مخ په زیاتېدو ده.
 
https://avapress.com/vdcai6nu649n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته