کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هالنډ د افغانستان له خلکو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه

29 جوزا 1402 ساعت 13:10

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، هالنډ په افغانستان کې له بې وزلو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن دوشنبه (جوزا ۲۹) په خپل ټویټر کې لیکلي چې هالنډ له ۲۰۱۶ کال راهیسې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
د اوچا په وینا، هالنډ په افغانستان کې د ژوند ژغورنې غبرګون ته دوام ورکوي او د ۲۰۲۳ لپاره د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق (AHF) تر ټولو لوړ بسپنه ورکوونکی دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د OCHA د راپور له مخې، مرستندویه بنسټونه د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په افغانستان کې له ۲۲،۳ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره ټولټال ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۹۴۲ میلیونه ډالر د روان کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې رسېدلي دي.
 
اوچا لیکلي، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۸،۳ میلیونو څخه ۲۸،۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.
 


د مطلب کود: 271996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/271996/هالنډ-د-افغانستان-له-خلکو-سره-۲۵-میلیونه-یورو-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com