دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۱۰
د مطلب کود : 271996
هالنډ د افغانستان له خلکو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، هالنډ په افغانستان کې له بې وزلو سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) نن دوشنبه (جوزا ۲۹) په خپل ټویټر کې لیکلي چې هالنډ له ۲۰۱۶ کال راهیسې له افغانستان سره ۷۴ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
 
د اوچا په وینا، هالنډ په افغانستان کې د ژوند ژغورنې غبرګون ته دوام ورکوي او د ۲۰۲۳ لپاره د افغانستان د بشردوستانه وجهي صندوق (AHF) تر ټولو لوړ بسپنه ورکوونکی دی.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر وايي، د ۲۰۲۳ کال تر ډسمبر پورې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۲.۲۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
 
د OCHA د راپور له مخې، مرستندویه بنسټونه د ۲۰۲۳ کال په اوږدو کې په افغانستان کې له ۲۲،۳ میلیونو خلکو سره د مرستې لپاره ټولټال ۳،۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، چې له دې جملې څخه ۹۴۲ میلیونه ډالر د روان کال له جنورۍ څخه تر مې میاشتې پورې رسېدلي دي.
 
اوچا لیکلي، چې د روان کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۸،۳ میلیونو څخه ۲۸،۸ میلیونو ته لوړ شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcjhve8muqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته