کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکي انجنیر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو

30 جوزا 1402 ساعت 12:52

د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، هغه ترکي انجنیر چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، له یو لړ عملیاتو وروسته د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.


آوا - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یو ترکي انجنیر چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، د پوليسو او کشفي ځواکونو په هلو ځلو تېره شپه د دولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
 
  ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو یو انسان تښتونکی هم نیول شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره غلا، سړي تښتونه او نور جرمونه د جمهوري ریاست د وخت په پرتله کم شوي دي.
 


د مطلب کود: 272061

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272061/ترکي-انجنیر-د-تښتوونکو-له-منګولو-وژغورل-شو

آوا
  https://www.avapress.com