دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 272061
ترکي انجنیر د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند وایي، هغه ترکي انجنیر چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، له یو لړ عملیاتو وروسته د تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې یو ترکي انجنیر چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سړي تښتونکو له خوا تښتول شوی و، د پوليسو او کشفي ځواکونو په هلو ځلو تېره شپه د دولسمې امنيتي حوزې په مربوطاتو کې د انسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورل شو.
 
  ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه چې د دې پېښې په تړاو یو انسان تښتونکی هم نیول شوی دی.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره غلا، سړي تښتونه او نور جرمونه د جمهوري ریاست د وخت په پرتله کم شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcd9x0xfyt05z6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته