کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بدخشان کې ۱۲۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه

30 جوزا 1402 ساعت 13:52

د بدخشان امنیتي چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۲۳ جریبه ځمکې د کوکنارو د پاکولو اعلان وکړ.


آوا - د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار نن سه شنبه، د جوزا ۳۰ مه آوا ته وویل چې تېره ورځ د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کروندې د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې د رباط، باغ مبارک، دهناب او چکۍ په کليو کې وې.
 
دغه راز په تېرو دوو مياشتو کې د بدخشان په مرکز او ولسواليو کې زرګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 


د مطلب کود: 272072

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272072/په-بدخشان-کې-۱۲۳-جریبه-ځمکه-له-کوکنارو-پاکه-شوه

آوا
  https://www.avapress.com