دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 272072
په بدخشان کې ۱۲۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه
د بدخشان امنیتي چارواکو د دغه ولایت په مرکز کې د ۱۲۳ جریبه ځمکې د کوکنارو د پاکولو اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - د بدخشان د پولیسو ویاند احسان الله کامګار نن سه شنبه، د جوزا ۳۰ مه افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې تېره ورځ د عملیاتو په ترڅ کې ۱۲۳ جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوه.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کروندې د فيض اباد ښار د اوومې ناحيې د رباط، باغ مبارک، دهناب او چکۍ په کليو کې وې.
 
دغه راز په تېرو دوو مياشتو کې د بدخشان په مرکز او ولسواليو کې زرګونه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
 
https://avapress.com/vdcfe0d00w6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته