کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بامیان کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

په بامیان کې سوداګرې ښځې باید له اندېښنې پرته خپل کاروبار ته دوام ورکړي

31 جوزا 1402 ساعت 15:38

د ښځو د لاسي صنایعو او سیمه ییزو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د بامیان ولایت د پوهنې ریاست په لارښوونه د ښځو له لاسي صنایعو څخه د ملاتړ او د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه د سیمه ییزو چارواکو، رسنیو او سوداګرو ښځو په حضور کې پرانیستل شو.


آوا - بامیان: د بامیان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې یې خبرې کولې زیاته کړه: د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې رهبري د ښاریانو اقتصاد، د ګرځندوی صنعت، سیمه ییزو تولیداتو او په ځانګړې توګه د ښځو لاسي صنایعو ته وده ورکوي او په ټوله کې د سوداګرو ښځو ملاتړ کوي»
 
د باميان والي د دغه ولايت د سيمه ييزو هنرمندانو د مالي او ځاني امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: د ټولنې د ټولو طبقو په تېره بيا د هنرمندانو امنيت په بشپړه توګه تامين شوى او ښځې کولاى شي د حجاب او اسلامي اصولو په ساتلو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
 
مولوي سرحدي زیاته کړه: کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په پوره ډاډ سره بامیان ولایت ته سفر وکړي او د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه د لیدنې په ترڅ کې کولای شي د بامیان له محلي بازارونو څخه هم لیدنه وکړي او د دغه ولایت له محلي صنایعو او تولیداتو سره اشنا شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې به سوداګرې مېرمنې خپل لاسي صنايع او سوداګريز توکي لکه کڅوړې، بوټان، کالي، شالونه او دوديزې جامې، غالۍ، لوښي، خالص شات، د ځايي لبنياتو محصولات او نور نندارې ته وړاندې کړي.
 


د مطلب کود: 272139

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272139/په-بامیان-کې-سوداګرې-ښځې-باید-له-اندېښنې-پرته-خپل-کاروبار-ته-دوام-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com