دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۱ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 272139
په بامیان کې د ښځو د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون پرانیستل شو

په بامیان کې سوداګرې ښځې باید له اندېښنې پرته خپل کاروبار ته دوام ورکړي

په بامیان کې سوداګرې ښځې باید له اندېښنې پرته خپل کاروبار ته دوام ورکړي
د ښځو د لاسي صنایعو او سیمه ییزو تولیداتو دوه ورځنی نندارتون د بامیان ولایت د پوهنې ریاست په لارښوونه د ښځو له لاسي صنایعو څخه د ملاتړ او د ګرځندوی صنعت د ودې په موخه د سیمه ییزو چارواکو، رسنیو او سوداګرو ښځو په حضور کې پرانیستل شو.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د بامیان ولایت مقام د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخې، د دغه ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي چې د دغه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې یې خبرې کولې زیاته کړه: د دغه ولایت د سیمه ییزې ادارې رهبري د ښاریانو اقتصاد، د ګرځندوی صنعت، سیمه ییزو تولیداتو او په ځانګړې توګه د ښځو لاسي صنایعو ته وده ورکوي او په ټوله کې د سوداګرو ښځو ملاتړ کوي»
 
د باميان والي د دغه ولايت د سيمه ييزو هنرمندانو د مالي او ځاني امنيت ډاډ ورکړ او زياته يې کړه: د ټولنې د ټولو طبقو په تېره بيا د هنرمندانو امنيت په بشپړه توګه تامين شوى او ښځې کولاى شي د حجاب او اسلامي اصولو په ساتلو سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
 
مولوي سرحدي زیاته کړه: کورني او بهرني سیلانیان کولای شي په پوره ډاډ سره بامیان ولایت ته سفر وکړي او د دغه ولایت له تاریخي او تفریحي ځایونو څخه د لیدنې په ترڅ کې کولای شي د بامیان له محلي بازارونو څخه هم لیدنه وکړي او د دغه ولایت له محلي صنایعو او تولیداتو سره اشنا شي.
 
د يادونې وړ ده، چې په دغه نندارتون کې به سوداګرې مېرمنې خپل لاسي صنايع او سوداګريز توکي لکه کڅوړې، بوټان، کالي، شالونه او دوديزې جامې، غالۍ، لوښي، خالص شات، د ځايي لبنياتو محصولات او نور نندارې ته وړاندې کړي.
 
https://avapress.com/vdcjt8e8huqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته