کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یونان په اوبو کې ډوبه شوې بېړۍ ۷۸ تنه د افغانستان او پاکستان اتباع دي

1 سرطان 1402 ساعت 8:48

په ایټالیا کې د افغانستان سفارت رسنیو ته ویلي چې د یونان په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ ۷۸ تنه سپرلۍ د افغانستان او پاکستان اتباع دي.


آوا: د افغانستان سفارت په دغه کښتۍ کې چې څو ورځې وړاندې د یونان په اوبو کې ډوبه شوې، د سپرلیو شمیر له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ تنو پورې اټکل کړی دی.
 
ځینو سرچینو د سلګونو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، چې «غایب شوي» بلل کیږي.
 
د ایټالیا په روم کې د افغانستان سفارت دا نه ده په ډاګه کړې چې په هغې کښتۍ کې څومره افغانان سپاره وو چې د اروپا خاورې ته د رسیدو په تمه کډوال ډوبه شوې او ناورین یې رامنځ ته کړی دی.
 
سږ کال په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کډوال وژل شوي دي.
 


د مطلب کود: 272160

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272160/د-یونان-په-اوبو-کې-ډوبه-شوې-بېړۍ-۷۸-تنه-افغانستان-او-پاکستان-اتباع-دي

آوا
  https://www.avapress.com