دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۸
د مطلب کود : 272160
د یونان په اوبو کې ډوبه شوې بېړۍ ۷۸ تنه د افغانستان او پاکستان اتباع دي
په ایټالیا کې د افغانستان سفارت رسنیو ته ویلي چې د یونان په اوبو کې د ډوبې شوې کښتۍ ۷۸ تنه سپرلۍ د افغانستان او پاکستان اتباع دي.
افغان غږ خبری آژانس: د افغانستان سفارت په دغه کښتۍ کې چې څو ورځې وړاندې د یونان په اوبو کې ډوبه شوې، د سپرلیو شمیر له ۴۰۰ څخه تر ۷۵۰ تنو پورې اټکل کړی دی.
 
ځینو سرچینو د سلګونو کسانو د وژل کیدو خبر ورکړی دی، چې «غایب شوي» بلل کیږي.
 
د ایټالیا په روم کې د افغانستان سفارت دا نه ده په ډاګه کړې چې په هغې کښتۍ کې څومره افغانان سپاره وو چې د اروپا خاورې ته د رسیدو په تمه کډوال ډوبه شوې او ناورین یې رامنځ ته کړی دی.
 
سږ کال په بېلابېلو پېښو کې لسګونه کډوال وژل شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcd9x0xzyt05f6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته