کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د څه دپاسه دوه ټنه المونیمو د قاچاق مخه ونیول شوه

5 سرطان 1402 ساعت 12:44

د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، پاکستان ته يې د ٦٥ المونيمو خښتو د قاچاق مخه نيولې ده.


آوا - کندهار: د سپین بولدک د سرحدي ګمرک مامورینو پرون په یوه صادراتي بار کې د ۲،۳ ټنو وزن لرونکي ۶۵ المونیم خښتو د قاچاق مخه ونیوله.
 
د دغو چارواکو په وینا؛ ویل شوي د المونیم خښتې، چې په هوښیارۍ سره د یوې لارۍ د تیلو په ټانک کې ځای پرځای شوې وې، پاکستان ته قاچاق کېدل.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د صنعتي فابریکو د ملاتړ په موخه په کورنیو فابریکو کې د استعمال شوو فلزاتو په صادراتو بندیز لګول شوی دی.
 


د مطلب کود: 272372

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272372/پاکستان-ته-د-څه-دپاسه-دوه-ټنه-المونیمو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com