دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 272372
پاکستان ته د څه دپاسه دوه ټنه المونیمو د قاچاق مخه ونیول شوه
د کندهار ولايت د سپين بولدک ولسوالۍ چارواکي وايي، پاکستان ته يې د ٦٥ المونيمو خښتو د قاچاق مخه نيولې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د سپین بولدک د سرحدي ګمرک مامورینو پرون په یوه صادراتي بار کې د ۲،۳ ټنو وزن لرونکي ۶۵ المونیم خښتو د قاچاق مخه ونیوله.
 
د دغو چارواکو په وینا؛ ویل شوي د المونیم خښتې، چې په هوښیارۍ سره د یوې لارۍ د تیلو په ټانک کې ځای پرځای شوې وې، پاکستان ته قاچاق کېدل.
 
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د رهبرۍ په لارښوونه د صنعتي فابریکو د ملاتړ په موخه په کورنیو فابریکو کې د استعمال شوو فلزاتو په صادراتو بندیز لګول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdciyrarrt1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته