کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان په لویدیځ کې په سرطان اخته کسانو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی

6 سرطان 1402 ساعت 10:35

په هرات ولایت کې د سرطان د کنټرول د پروګرام مسوولین وايي چې د هېواد په لویدیځه حوزه کې په سرطان د اخته کسانو شمېر ۳۰ سلنه زیات شوی دی.


آوا - هرات: چارواکي وايي چې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله دغه زیاتوالی راغلی دی.
 
د افغانستان په لوېديځه حوزه کې د دغه پروګرام مسوول ډاکټر فاروق احمد صديقي وويل، چې په تېرو ١٢ مياشتو کې په دې سيمه کې له ٤٠زرو څخه زيات د سرطان ناروغان ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ١٠٠٠ يې د سينې په سرطان اخته شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د سینې سرطان د درملنې متخصصین وايي چې پر وخت تشخیص د دې ناروغۍ درملنه اسانه کولای شي.
 


د مطلب کود: 272419

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272419/د-افغانستان-په-لویدیځ-کې-سرطان-اخته-کسانو-۳۰-سلنه-زیاتوالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com