افغان غږ خبری آژانس - هرات: چارواکي وايي چې د تېرو ۱۲ میاشتو په پرتله دغه زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان په لوېديځه حوزه کې د دغه پروګرام مسوول ډاکټر فاروق احمد صديقي وويل، چې په تېرو ١٢ مياشتو کې په دې سيمه کې له ٤٠زرو څخه زيات د سرطان ناروغان ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ١٠٠٠ يې د سينې په سرطان اخته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د سینې سرطان د درملنې متخصصین وايي چې پر وخت تشخیص د دې ناروغۍ درملنه اسانه کولای شي.