کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عرفې ورځ د مسلمانانو لپاره د کال تر ټولو مبارکه ورځ ده

6 سرطان 1402 ساعت 13:50

د عرفې ورځې په رارسېدو سره د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د عرفې ورځ د مسلمانانو له نظره د کال له ډېرو فضيلت لرونکو ورځو څخه شمېرل کېږي او د رواياتو په منابعو کې د دې لپاره اعمال هم راغلي دي.


آوا - کندهار: د کندهار یو اوسیدونکی امان الله آوا ته وویل: د عرفې ورځ د حج د مناسکو د پیل ورځ ده، حاجیان په دې ورځ د عرفات په دښته کې راټولیږي او د دعا او بخښنې غوښتنه کوي.
 
د ده په وينا، په دې مبارکه ورځ خداى پاک خپل ډېر بندګان د دوزخ له اوره خلاصوي او له خپلو وفادارو بندګانو سره د خپلو نږدې ملايکو په نزد فخر کوي.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي نعمت الله هم آوا ته وويل: د عرفات ورځ، د ذوالحجې نهمه نېټه حاجيان بايد په دې ورځ له غرمې څخه تر لمر لوېدو پورې په عرفات کې ودرېږي.
 
هغه زياته کړه، عرفه د مسلمانانو په منځ کې د کال له ډېرو فضيلتونو څخه شمېرل کېږي او د حديثو په منابعو کې يې اعمال ذکر شوي، چې تر ټولو فضيلت يې دعا او استغفار ده.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې په ډیرو احادیثو کې د عرفې ورځ د ګناهونو د بښنې او د دعاګانو د ځوابولو لپاره ځانګړې شوې ده. همدارنګه دیني عالمان هم دې ورځې ته ځانګړی درناوی لري.
 


د مطلب کود: 272433

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272433/د-عرفې-ورځ-مسلمانانو-لپاره-کال-تر-ټولو-مبارکه-ده

آوا
  https://www.avapress.com