دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 272433
د عرفې ورځ د مسلمانانو لپاره د کال تر ټولو مبارکه ورځ ده
د عرفې ورځې په رارسېدو سره د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د عرفې ورځ د مسلمانانو له نظره د کال له ډېرو فضيلت لرونکو ورځو څخه شمېرل کېږي او د رواياتو په منابعو کې د دې لپاره اعمال هم راغلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د کندهار یو اوسیدونکی امان الله افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د عرفې ورځ د حج د مناسکو د پیل ورځ ده، حاجیان په دې ورځ د عرفات په دښته کې راټولیږي او د دعا او بخښنې غوښتنه کوي.
 
د ده په وينا، په دې مبارکه ورځ خداى پاک خپل ډېر بندګان د دوزخ له اوره خلاصوي او له خپلو وفادارو بندګانو سره د خپلو نږدې ملايکو په نزد فخر کوي.
 
د کندهار يو بل اوسېدونکي نعمت الله هم افغان غږ خبری آژانس ته وويل: د عرفات ورځ، د ذوالحجې نهمه نېټه حاجيان بايد په دې ورځ له غرمې څخه تر لمر لوېدو پورې په عرفات کې ودرېږي.
 
هغه زياته کړه، عرفه د مسلمانانو په منځ کې د کال له ډېرو فضيلتونو څخه شمېرل کېږي او د حديثو په منابعو کې يې اعمال ذکر شوي، چې تر ټولو فضيلت يې دعا او استغفار ده.
 
هغه همدا راز زیاته کړه چې په ډیرو احادیثو کې د عرفې ورځ د ګناهونو د بښنې او د دعاګانو د ځوابولو لپاره ځانګړې شوې ده. همدارنګه دیني عالمان هم دې ورځې ته ځانګړی درناوی لري.
 
https://avapress.com/vdcgwx9xwak9ut4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته