کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول

10 سرطان 1402 ساعت 9:27

د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ښار او قیصار ولسوالۍ کې په دوو ترافیکي پېښو کې درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.


آوا: د فاریاب د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهلازی بازار کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله په لومړۍ پېښه کې دوه ځوانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.
 
د دوی په خبره، په دویمه پېښه کې د میمنې ښار په کیته کام سیمه کې د یوه ریکشا د چپه کېدو له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
 
د فارياب سيمه ييز مسوولين ټينګار کوي چې د موټرسايکلونو په کارولو کې د ځوانانو بې احتياطي د دغو پېښو اصلي لامل دى.
 


د مطلب کود: 272541

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272541/په-فارياب-کې-د-دوو-ترافيکي-پېښو-له-امله-اووه-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com