دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 272541
په فارياب کې د دوو ترافيکي پېښو له امله اووه تنه مړه او ټپيان شول
د فاریاب سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په میمنې ښار او قیصار ولسوالۍ کې په دوو ترافیکي پېښو کې درې تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس: د فاریاب د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهلازی بازار کې د دوو موټرسایکلونو د ټکر له امله په لومړۍ پېښه کې دوه ځوانان وژل شوي او یو بل ټپي شوی.
 
د دوی په خبره، په دویمه پېښه کې د میمنې ښار په کیته کام سیمه کې د یوه ریکشا د چپه کېدو له امله یو تن مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
 
د فارياب سيمه ييز مسوولين ټينګار کوي چې د موټرسايکلونو په کارولو کې د ځوانانو بې احتياطي د دغو پېښو اصلي لامل دى.
 
https://avapress.com/vdcgtx9xqak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته