کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په چین کې د کیمیاوي موادو په یوه کارخانه کې زوروره چاودنه شوې

10 سرطان 1402 ساعت 15:10

د چين دولتي رسنيو د سرطان په لسمه نېټه د دغه هېواد په جنوب ختيځ «جيانګ شي» ولايت کې د کيمياوي موادو په يوه فابريکه کې د يوې لويې چاودنې د رامنځته کېدو خبر ورکړ.


آوا: ویل شوي چې دغه فابریکه د ټوکر او کاغذ صنایعو لپاره کیمیاوي مواد تولیدوي.
 
ایسنا خبري آژانس د چین د دولتي رسنیو په حواله ویلي چې د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي. دغه راز په دې پيښه کې د چا د ټپي کيدو يا مرګ ژوبلې خبر هم نه دى ترلاسه شوى.
 
ویل کیږي چې د اور وژونکو، پولیسو او د چاپیریال ساتنې د کارکوونکو په ګډون د ژغورنې ځواکونه د پیښې سیمې ته استول شوي ترڅو د چاودنې له پایلو سره مخ شي.
 
ځايي چارواکو د سيمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د پېښې له ځايه لرې پاتې شي.
 
د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د دغه هیواد په ختیځ کې د جیانګ سو ولایت په یوه کیمیاوي فابریکه کې د یوې درنې چاودنې له امله ۷۸ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
 


د مطلب کود: 272562

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272562/په-چین-کې-د-کیمیاوي-موادو-یوه-کارخانه-زوروره-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com