افغان غږ خبری آژانس: ویل شوي چې دغه فابریکه د ټوکر او کاغذ صنایعو لپاره کیمیاوي مواد تولیدوي.
ایسنا خبري آژانس د چین د دولتي رسنیو په حواله ویلي چې د چاودنې د علت په اړه څېړنې روانې دي. دغه راز په دې پيښه کې د چا د ټپي کيدو يا مرګ ژوبلې خبر هم نه دى ترلاسه شوى.
ویل کیږي چې د اور وژونکو، پولیسو او د چاپیریال ساتنې د کارکوونکو په ګډون د ژغورنې ځواکونه د پیښې سیمې ته استول شوي ترڅو د چاودنې له پایلو سره مخ شي.
ځايي چارواکو د سيمې له اوسېدونکو غوښتي، چې د پېښې له ځايه لرې پاتې شي.
د ۲۰۱۹ کال په مارچ میاشت کې د دغه هیواد په ختیځ کې د جیانګ سو ولایت په یوه کیمیاوي فابریکه کې د یوې درنې چاودنې له امله ۷۸ تنه مړه او سلګونه نور ټپیان شول.