کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار کې د لوی اختر پر مهال ترافيکي پېښې ټپيان شوي دي

11 سرطان 1402 ساعت 13:28

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ تنه ټپیان شوي او د درملنې په موخه د دغه ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


آوا - کندهار: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ تنه ټپیان د ولایت او ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
 
دوی وايي چې د دغو کسانو په منځ کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د افغانستان په نورو ولایتونو کې د اختر ورځې له ترافیکي پېښو پرته نه وې. د اختر په لومړۍ ورځ د باميان ښار او امير بند ترمنځ پر سړک د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
 
د موټر چلوونکو بې احتياطي او د هېواد د لويو لارو خرابوالى د دې ډول پېښو له لاملونو څخه بلل کېږي.


د مطلب کود: 272604

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272604/په-ننګرهار-کې-د-لوی-اختر-پر-مهال-ترافيکي-پېښې-ټپيان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com