دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۱ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 272604
په ننګرهار کې د لوی اختر پر مهال ترافيکي پېښې ټپيان شوي دي
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، په دغه ولایت کې د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ تنه ټپیان شوي او د درملنې په موخه د دغه ولایت روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، چې د لوی اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۷۰ تنه ټپیان د ولایت او ولسوالیو روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
 
دوی وايي چې د دغو کسانو په منځ کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
 
د افغانستان په نورو ولایتونو کې د اختر ورځې له ترافیکي پېښو پرته نه وې. د اختر په لومړۍ ورځ د باميان ښار او امير بند ترمنځ پر سړک د يوې ترافيکي پېښې له امله څلور تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
 
د موټر چلوونکو بې احتياطي او د هېواد د لويو لارو خرابوالى د دې ډول پېښو له لاملونو څخه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcgzx9xtak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته