کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار د کرنې رئیس د ایران د اسلامي جمهوریت له قونسل سره د اقلیم او کرنې په اړه خبرې وکړې

14 سرطان 1402 ساعت 9:29

د ننګرهار د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد په ننګرهار کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل مجيد صادقي سره وکتل او د ننګرهار د اقليمي او کرنې سکتور په اړه يې خبرې وکړې.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د سرطان په ۱۳مه، خبر ورکړی، چې دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د ننګرهار د اقلیم او کرنې په برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي په ننګرهار ولایت کې د شکر ناروغۍ د درملنې یو مرکز پرانیست.
 
د راپورونو له مخې د ایران اسلامي جمهوریت یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې لري.
 


د مطلب کود: 272755

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272755/د-ننګرهار-کرنې-رئیس-ایران-اسلامي-جمهوریت-له-قونسل-سره-اقلیم-او-په-اړه-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com