دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۹
د مطلب کود : 272755
د ننګرهار د کرنې رئیس د ایران د اسلامي جمهوریت له قونسل سره د اقلیم او کرنې په اړه خبرې وکړې
د ننګرهار د کرنې رئيس مولوي عبدالستار محمد په ننګرهار کې د ايران د اسلامي جمهوريت له قونسل مجيد صادقي سره وکتل او د ننګرهار د اقليمي او کرنې سکتور په اړه يې خبرې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر د سرطان په ۱۳مه، خبر ورکړی، چې دواړو لوریو د کرنې په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو په موخه سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د ننګرهار د اقلیم او کرنې په برخه کې د شته اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال د همکارۍ ژمنه وکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر حسن کاظمي قمي په ننګرهار ولایت کې د شکر ناروغۍ د درملنې یو مرکز پرانیست.
 
د راپورونو له مخې د ایران اسلامي جمهوریت یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د افغانستان له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې لري.
 
https://avapress.com/vdcdkx0xkyt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته