کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل-کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي

14 سرطان 1402 ساعت 15:38

په کندهار ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د کندهار ولايت د مرکز (عسکر کوټ) په سيمه کې او د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي دي.


آوا - کندهار: سیمه ییزې سرچینې وایی، چې دغه پېښه نن چهارشنبه د سرطان په ۱۴ مه د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي په دې پيښه کې لس تنه ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه د ټپيانو د حالت په اړه جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
 
دی وايي، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سړکونه په هېواد کې د ترافیکي پېښو یو له مهمو لاملونو څخه دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې د کابل-کندهار پر لويه لاره د څو ترافيکي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
 
له بلې خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، د اختر په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې په ترافيکي پېښو کې شاوخوا ٣٠٠ کسان مړه او ټپيان شوي دي.
 


د مطلب کود: 272787

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272787/د-کابل-کندهار-پر-لويه-لار-يوې-ترافيکي-پېښې-له-امله-لس-تنه-ټپيان-شوي

آوا
  https://www.avapress.com