دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 272787
د کابل-کندهار پر لويه لار د يوې ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي
په کندهار ولايت کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د کندهار ولايت د مرکز (عسکر کوټ) په سيمه کې او د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله لس تنه ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: سیمه ییزې سرچینې وایی، چې دغه پېښه نن چهارشنبه د سرطان په ۱۴ مه د کابل – کندهار پر لویه لار رامنځته شوې ده.
 
ويل کيږي په دې پيښه کې لس تنه ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه د ټپيانو د حالت په اړه جزئيات نه دي په ډاګه شوي.
 
دی وايي، د موټر چلوونکو بې احتیاطي او خراب سړکونه په هېواد کې د ترافیکي پېښو یو له مهمو لاملونو څخه دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په ورځو کې د کابل-کندهار پر لويه لاره د څو ترافيکي پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.
 
له بلې خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، د اختر په تېرو څو ورځو کې په هېواد کې په ترافيکي پېښو کې شاوخوا ٣٠٠ کسان مړه او ټپيان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcivraryt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته