دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۰
د مطلب کود : 272360
د کابل - کندهار پر لویه لار د مسافر وړونکي بس موټر اور اخیستی دی
يو مسافر وړونکى بس چې له کندهار څخه کابل ته روان و، تېره شپه اور ولګېد او په بشپړه توګه ويجاړ شو.
افغان غږ خبری آژانس - کندهار: تېر ماښام (یکشنبه، سرطان ۵) له کندهار څخه کابل ته روان یو مسافر وړونکی بس د (مقر) په سیمه کې اور ولګېد او په بشپړه توګه ویجاړ شو.
 
ويل کيږي چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى.
 
تر اوسه د مالي زیان په اړه کره معلومات نشته او د اور لګېدنې لامل هم نه دی معلوم.
 
دغه مسافر وړونکی بس د سعادت شرکت اړوند دی.
 
https://avapress.com/vdcfv0d0xw6dema.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته