دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۵
د مطلب کود : 270053
د کابل ښاروالۍ ۲۴ ساعته د ښار د ښکلا لپاره کار کوي/ له دې دفتر سره د خلکو همکاري اړینه ده
د کابل ښاروالۍ مسوولين وايي، چې دغه رياست د کابل ښار د ښکلا لپاره شپه او ورځ کار کوي او خلک بايد له دغه رياست سره همکاري وکړي، څو د بنسټيزو تاسيساتو د ويجاړېدو مخه ونيول شي.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: د کابل ښاروالۍ شپه او ورځ د کابل ښار د ښکلا، د بازار او نرخونو د کنټرول او داسې نورو په برخه کې کار کوی.
 
بارکزي ټینګار وکړ: خلک باید د ښاروالۍ له ادارې سره د زیربناوو د تخریب په مخنیوي کې همکاري وکړي، ځکه ښار د ټولو خلکو ملکیت دی.
 
هغه زياته کړه: سره له دې چې په کابل ښار کې کانالونه نشته او بله اداره (د اوبو رسولو او کاناليزاسيون رياست) يې مسووليت لري، خو کابل ښاروالۍ د زيربناوو د ويجاړتيا د مخنيوي او ساتنې په موخه يو شمېر کانالونه جوړ کړي او له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ کې دي.
 
هغه دغه راز وويل: د ښار په هره برخه کې چې د سړک جوړولو چارې پيل او يا کومه پروژه پلې شي، هغه کورونه چې د ښاروالۍ په نقشه کې برابر نه وي، ونړول شي او د استملاک د قانون له مخې به د کور او ځمکې بيه ورکول کېږي. البته، دا هغه وخت دی چې ځمکه غصب شوې یا د دولت ملکیت نه وي.
 
د کابل ښاروالۍ اداره په داسې حال کې د بیارغونې خبره کوي چې د کابل په لویدیځ کې د پل سوخته سیمه په تیرو شلو کلونو کې د کثافاتو ډنډ او په نشه یي توکو د روږدو کسانو د اوسیدو ځای وو، خو د ښاروالۍ د هڅو په پایله کې اوس له هر ډول ککړتیا څخه پاک او ښکلی ځای ګرځېدلی دی.
 
https://avapress.com/vdccpxqi12bqmx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته