دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۵۲
د مطلب کود : 272760
د کابل - بامیان پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې په پایله کې شپږ تنه مړه او ټپیان شوي دي
د باميان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند د کابل – باميانو پر لويه لاره د يوه فرونر ډوله موټر د چپه کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى او پنځه نور ټپيان دي.
افغان غږ خبری آژانس: د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد خوانی راسا وویل، دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر شاوخوا ۷ بجې د دغه ولایت په مرکز اړوند سیمه کې د یوه فورنر ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
 
محمد خواني رسا وايي د باميان ولايت د شیبر ولسوالۍ د ترافيکو مدير د پېښې ځاى ته ډېر ژر رسېدلى او ټپيان يې د باميان ولايت مرکزي روغتون ته لېږدولي دي.
 
د باميان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند زياته کړه، چې په ټپيانو کې د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دى او د ترافيکي پېښې لامل هم د موټر تخنيکي ستونزه بلل شوې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې د هېواد په تنګ سړکونو کې د موټر چلوونکو بې احتياطي د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل بلل کېږي.
 
https://avapress.com/vdcjm8e8yuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته