کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جاپان په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم لپاره لس میلیونه ډالره مرسته وکړه

16 سرطان 1402 ساعت 12:08

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، جاپان له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د جاپان حکومت له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
یونیسف نن جمعه د جولای ۷مه اعلان وکړ چې دغه مرسته د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له خوا برابره شوې ده.
 
ټاکل شوې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي او په هېواد کې د ۷۱ زره ۵۰۰ ماشومانو د زده کړې شرایط برابر شي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه بیان کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې په لومړنیو ښوونځیو کې ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
 
د سازمان په وینا، حتی کله چې زده کونکي ښوونځي ته ځي، دوی تل زده کړه نه کوي ځکه چې د لسیزو جګړو ښوونځي د زده کونکو لپاره ناامنه کړي، او ډیری دولتي ښوونځي قوي زیربنا، وړ ښوونکي او روغتیایي اسانتیاوې نلري.
 
د جاپان د حکومت دغه مرسته یونیسیف ته توان ورکوي چې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې په دولتي ښوونځیو کې د ۵۵۰۰۰ ماشومانو لپاره د زده کړې چاپیریال برابر کړي.
 
په دې مرسته یونیسف د دغو ولایتونو په ښوونځیو کې درسي ټولګي ترمیموي او د مینځلو وسایل ورکوي.
 
پر دې سربېره به ۱۶ زره ۵۰۰ ماشومان تر راتلونکو دوو کلونو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او ۹۹۰ ښځینه ښوونکي به هم وروزل شي.
 
جاپان یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې او وروسته یې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
 
په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پرون وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
دغه هېواد څلور ورځې وړاندې په بېلابېلو کچو افغان محصلینو ته د لسګونو تحصیلي بورسونو د ورکولو اعلان وکړ.


د مطلب کود: 272856

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272856/جاپان-په-افغانستان-کې-د-ماشومانو-تعلیم-لپاره-لس-میلیونه-ډالره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com