دخپریدو نیټه :جمعه ۱۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۸
د مطلب کود : 272856
جاپان په افغانستان کې د ماشومانو د تعلیم لپاره لس میلیونه ډالره مرسته وکړه
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي، جاپان له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې د جاپان حکومت له افغانستان سره لس میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
یونیسف نن جمعه د جولای ۷مه اعلان وکړ چې دغه مرسته د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له خوا برابره شوې ده.
 
ټاکل شوې دغه مرستې د ماشومانو د زده کړې په برخه کې ولګول شي او په هېواد کې د ۷۱ زره ۵۰۰ ماشومانو د زده کړې شرایط برابر شي.
 
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه بیان کې ویلي چې دا مهال په افغانستان کې په لومړنیو ښوونځیو کې ۶۰ سلنه نجونې او ۴۶ سلنه هلکان له زده کړو بې برخې دي.
 
د سازمان په وینا، حتی کله چې زده کونکي ښوونځي ته ځي، دوی تل زده کړه نه کوي ځکه چې د لسیزو جګړو ښوونځي د زده کونکو لپاره ناامنه کړي، او ډیری دولتي ښوونځي قوي زیربنا، وړ ښوونکي او روغتیایي اسانتیاوې نلري.
 
د جاپان د حکومت دغه مرسته یونیسیف ته توان ورکوي چې د افغانستان په مرکزي او ختیځو سیمو کې په دولتي ښوونځیو کې د ۵۵۰۰۰ ماشومانو لپاره د زده کړې چاپیریال برابر کړي.
 
په دې مرسته یونیسف د دغو ولایتونو په ښوونځیو کې درسي ټولګي ترمیموي او د مینځلو وسایل ورکوي.
 
پر دې سربېره به ۱۶ زره ۵۰۰ ماشومان تر راتلونکو دوو کلونو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او ۹۹۰ ښځینه ښوونکي به هم وروزل شي.
 
جاپان یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې او وروسته یې د پوهنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
 
په کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا پرون وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
 
دغه هېواد څلور ورځې وړاندې په بېلابېلو کچو افغان محصلینو ته د لسګونو تحصیلي بورسونو د ورکولو اعلان وکړ.
https://avapress.com/vdcft0d0vw6deca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته