کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نجونو لپاره د تعلیمي محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ

17 سرطان 1402 ساعت 14:01

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک په یوه ویډیويي خبرو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي او کاري محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ.


آوا: کرزي د جمعې په ورځ (سرطان ۱۶) ټویټ وکړ چې دوی د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه د بین الافغاني خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
د هېواد پخواني ولسمشر له افغانستان سره د المان له بشري مرستو مننه وکړه او د مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
 
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د آنالنا بربوک او حامد کرزي ترمنځ د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
 
اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي دي. ښځې هم د کار له محدودیتونو سره مخ دي.
 
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د ښځو د کار او زده کړې حقونو ته درناوي ته ژمن دی، خو له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 


د مطلب کود: 272893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272893/کرزي-او-د-جرمني-بهرنیو-چارو-وزیر-په-افغانستان-کې-نجونو-لپاره-تعلیمي-محدودیتونو-پر-لرې-کولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com