دخپریدو نیټه :شنبه ۱۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 272893
کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د نجونو لپاره د تعلیمي محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې آنالنا بربوک په یوه ویډیويي خبرو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي او کاري محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ.
افغان غږ خبری آژانس: کرزي د جمعې په ورځ (سرطان ۱۶) ټویټ وکړ چې دوی د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه د بین الافغاني خبرو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 
د هېواد پخواني ولسمشر له افغانستان سره د المان له بشري مرستو مننه وکړه او د مرستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
 
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د آنالنا بربوک او حامد کرزي ترمنځ د خبرو په اړه څه نه دي ویلي.
 
اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګ څخه منع کړي دي. ښځې هم د کار له محدودیتونو سره مخ دي.
 
اسلامي امارت په وار وار ویلي چې د ښځو د کار او زده کړې حقونو ته درناوي ته ژمن دی، خو له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
 
https://avapress.com/vdcgyx9xwak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته