کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا بنګله دېش ته ماته ورکړه

18 سرطان 1402 ساعت 8:34

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه.


آوا - کابل: په دې لوبه کې چې د سرطان میاشتې په ۱۷ مه نېټه ترسره شوه، افغانستان بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه.
 
په دې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه.
 
په دغو سیالیو کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې یوازې ۱۸۹ منډې پوره کړې او ټول لوبغاړي یې وټ شول، چې دغه لوبډله د افغانستان پر وړاندې دویمه ماتې تجربه کوي.
 
لومړۍ لوبه د ۱۷ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
 
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې خپله دریمه سیالي د سه شنبې په ورځ د سرطان په ۲۰ ترسره کړي.
 


د مطلب کود: 272926

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272926/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډلې-یو-ځل-بیا-بنګله-دېش-ته-ماته-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com