دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۳۴
د مطلب کود : 272926
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یو ځل بیا بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دریو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په دویمه لوبه کې د بنګله دېش لوبډلې ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په دې لوبه کې چې د سرطان میاشتې په ۱۷ مه نېټه ترسره شوه، افغانستان بنګله دېش ته په ۱۴۲ منډو ماتې ورکړه.
 
په دې لومړۍ پاڼۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په ۵۰ اورونو کې بنګله دېش ته د ۳۳۱ منډو هدف وټاکه.
 
په دغو سیالیو کې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې یوازې ۱۸۹ منډې پوره کړې او ټول لوبغاړي یې وټ شول، چې دغه لوبډله د افغانستان پر وړاندې دویمه ماتې تجربه کوي.
 
لومړۍ لوبه د ۱۷ منډو په توپیر د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.
 
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې خپله دریمه سیالي د سه شنبې په ورځ د سرطان په ۲۰ ترسره کړي.
 
https://avapress.com/vdcdxx0x9yt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته