کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت د اقداماتو ستاینه وکړه

18 سرطان 1402 ساعت 12:57

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت د هغو اقداماتو هرکلی کوي، چې له پولې هاخوا له ترهګرۍ سره په مؤثره توګه مبارزه کوي.


آوا: آصف علي خان دراني د شنبې ورځ د سرطان ۱۷مه له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې په پاکستان او د چین په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو کې د پولې سره د ترورېزم د اندېښنو د لرې کولو لپاره ځینې اقدامات کړي دي.
 
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
اسلام آباد په دې باور دی چې دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او جنګیالیو له خوا پلان شوي دي، چې په وینا یې په افغانستان کې میشت دي.
 
خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکارول شي.
 


د مطلب کود: 272942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272942/پاکستان-د-پولې-هاخوا-ترهګرۍ-سره-مقابلې-لپاره-اسلامي-امارت-اقداماتو-ستاینه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com