دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود : 272942
پاکستان د پولې هاخوا د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت د اقداماتو ستاینه وکړه
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي، هېواد یې د اسلامي امارت د هغو اقداماتو هرکلی کوي، چې له پولې هاخوا له ترهګرۍ سره په مؤثره توګه مبارزه کوي.
افغان غږ خبری آژانس: آصف علي خان دراني د شنبې ورځ د سرطان ۱۷مه له امریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې اسلامي امارت په دې وروستیو کې په پاکستان او د چین په ګډون نورو ګاونډیو هېوادونو کې د پولې سره د ترورېزم د اندېښنو د لرې کولو لپاره ځینې اقدامات کړي دي.
 
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت د واکمنۍ له ترلاسه کولو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
 
اسلام آباد په دې باور دی چې دا بریدونه د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او جنګیالیو له خوا پلان شوي دي، چې په وینا یې په افغانستان کې میشت دي.
 
خو اسلامي امارت تل ټینګار کړی چې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هیواد پر ضد وکارول شي.
 
https://avapress.com/vdcba5b55rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته