کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له زورواکو څخه د غزني د لرغونو سیمو د ځمکو بېرته ترلاسه کول

19 سرطان 1402 ساعت 8:43

د غزني سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ جریبه لرغونو ځمکو د بېرته نیولو خبر ورکوي.


آوا - غزني: د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مل پاسوال حمیدالله نثار وايي، د غزني د مرکز اړوند د "روضه" په سیمه کې شل جریبه ځمکه چې یو لرغونی او تاریخي سیمې ده له زورواکو بېرته نیول شوې دي.
 
د نثار په خبره، لس لرغونې سيمې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ثبت دي، چې هېچا ته به د غصب اجازه ورنه کړي.
 
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس په دغه ولايت کې د يو شمېر ويجاړ شويو تاريخي ابداتو د ترميم او بيارغونې لپاره د هڅو د دوام خبر ورکوي.
 
د يادونې وړ ده، چې غزني ولايت يو تاريخي ولايت دى، چې ډېر تاريخي اثار لري. دغه راز د جګړو په کلونو کې د دغه ولايت ډېرى تاريخي ابدات زيانمن شوي او ډېرى اثار يې بيارغول شوي.
 


د مطلب کود: 272967

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/272967/له-زورواکو-څخه-د-غزني-لرغونو-سیمو-ځمکو-بېرته-ترلاسه-کول

آوا
  https://www.avapress.com