دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۴۳
د مطلب کود : 272967
له زورواکو څخه د غزني د لرغونو سیمو د ځمکو بېرته ترلاسه کول
د غزني سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۰ جریبه لرغونو ځمکو د بېرته نیولو خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - غزني: د غزني د اطلاعاتو او کلتور رئیس مل پاسوال حمیدالله نثار وايي، د غزني د مرکز اړوند د "روضه" په سیمه کې شل جریبه ځمکه چې یو لرغونی او تاریخي سیمې ده له زورواکو بېرته نیول شوې دي.
 
د نثار په خبره، لس لرغونې سيمې د غزني د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري ثبت دي، چې هېچا ته به د غصب اجازه ورنه کړي.
 
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس په دغه ولايت کې د يو شمېر ويجاړ شويو تاريخي ابداتو د ترميم او بيارغونې لپاره د هڅو د دوام خبر ورکوي.
 
د يادونې وړ ده، چې غزني ولايت يو تاريخي ولايت دى، چې ډېر تاريخي اثار لري. دغه راز د جګړو په کلونو کې د دغه ولايت ډېرى تاريخي ابدات زيانمن شوي او ډېرى اثار يې بيارغول شوي.
 
https://avapress.com/vdciqraryt1ay32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته