کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

20 سرطان 1402 ساعت 13:51

د سمنګان د کلیو پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د څه باندې دولس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.


آوا - مزارشریف: د سمنګانو د کلیو پراختیا ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
د دوی په وینا پر دې پروژه ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په درېیو میاشتو کې به بشپړ شي.
 
چارواکو زیاته کړه، چې د دې شبکو په بشپړیدو سره به ۱۱۲۵ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 


د مطلب کود: 273071

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273071/په-سمنګان-ولایت-کې-د-څه-باندې-۱۲-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-شپږو-شبکو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com