دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 273071
په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې
د سمنګان د کلیو پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې ولایت په مرکز او حضرت سلطان او فیروز نخچیر ولسوالیو کې د څه باندې دولس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګانو د کلیو پراختیا ریاست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د شپږو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې.
 
د دوی په وینا پر دې پروژه ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او په درېیو میاشتو کې به بشپړ شي.
 
چارواکو زیاته کړه، چې د دې شبکو په بشپړیدو سره به ۱۱۲۵ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ولري.
 
https://avapress.com/vdcfemd0yw6dexa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته