کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کونړ ولایت کې پر ۱۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

20 سرطان 1402 ساعت 15:32

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې د (AHF) موسسې په مالي مرسته یې د کونړ په دوو ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.


آوا - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن سه شنبه د سرطان ۲۰ مه وايي، چې د دې ادارې ځايي چارواکو په کونړ ولایت کې پر ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
دغه وزارت زياته کړه چې دغه مرستې دکونړ ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رياست په همغږي د (AHF) موسسې په مالي مرسته په مستحقينو ويشل شوي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي زیاتوي، چې تر سروې وروسته د کونړ ولایت په چپه دره او غازي اباد ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي.
 
ویل شوي، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۳ کیلو دال او دوه کیلو مالګه وېشل شوې ده.
 
باید وویل شي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي بلل کیږي.
 


د مطلب کود: 273085

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273085/په-کونړ-ولایت-کې-پر-۱۳۰۰-بې-وزلو-او-اړمنو-کورنیو-خوراکي-توکي-وویشل-شول

آوا
  https://www.avapress.com