دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۲
د مطلب کود : 273085
په کونړ ولایت کې پر ۱۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې د (AHF) موسسې په مالي مرسته یې د کونړ په دوو ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ اړمنو او بې وزلو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن سه شنبه د سرطان ۲۰ مه وايي، چې د دې ادارې ځايي چارواکو په کونړ ولایت کې پر ۱۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي وېشلي دي.
 
دغه وزارت زياته کړه چې دغه مرستې دکونړ ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رياست په همغږي د (AHF) موسسې په مالي مرسته په مستحقينو ويشل شوي دي.
 
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت چارواکي زیاتوي، چې تر سروې وروسته د کونړ ولایت په چپه دره او غازي اباد ولسوالیو کې پر ۱۳۰۰ بې وزلو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وېشل شوې دي.
 
ویل شوي، چې هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلو اوړه، ۱۲ لیټره غوړي، ۱۳ کیلو دال او دوه کیلو مالګه وېشل شوې ده.
 
باید وویل شي چې د نړیوالې ټولنې مرستې په اوسنيو حالاتو کې د افغانستان د خلکو لپاره حیاتي بلل کیږي.
 
https://avapress.com/vdcaaenum49n0w1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته