کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کاناډا دغه هېواد ته د ۳۰۹ افغان اتباعو د لیږد اعلان وکړ

22 سرطان 1402 ساعت 9:07

د کاناډا د کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر د کاناډا کالګري ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۳۰۹ افغان کډوالو د انتقال اعلان وکړ.


آوا - کابل: د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې الوتکه کې په افغانستان کې د کاناډا پخواني پوځي همکاران او د بشري حقونو مدافعین او د هغوی کورنۍ سپاره وو.
 
شان فریزر د دې الوتنې د مبدا په اړه څه نه دي ویلي.
 
تر دې مخکې کاناډا له پاکستان، متحده عربي اماراتو، البانیا او تاجکستان څخه افغان اتباع لېږدول.
 
هغه زیاته کړه چې اوس مهال شاوخوا ۳۵ زره افغان کډوال دغه هېواد ته رسیدلي چې د کاناډا د ژمنې له مخې لږ تر لږه څلویښت زره تنه یې بیا میشت کړي.
 
باید وویل شي، چې جاپان هم پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۱۱۴ اتباعو پناه یې منلې ده.
 


د مطلب کود: 273165

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273165/کاناډا-دغه-هېواد-ته-د-۳۰۹-افغان-اتباعو-لیږد-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com