دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۷
د مطلب کود : 273165
کاناډا دغه هېواد ته د ۳۰۹ افغان اتباعو د لیږد اعلان وکړ
د کاناډا د کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر د کاناډا کالګري ته په یوه چارټر الوتنه کې د ۳۰۹ افغان کډوالو د انتقال اعلان وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کاناډا د مهاجرت، کډوالو او تابعیت وزیر شان فریزر په یوه ټویټ کې لیکلي چې په دې الوتکه کې په افغانستان کې د کاناډا پخواني پوځي همکاران او د بشري حقونو مدافعین او د هغوی کورنۍ سپاره وو.
 
شان فریزر د دې الوتنې د مبدا په اړه څه نه دي ویلي.
 
تر دې مخکې کاناډا له پاکستان، متحده عربي اماراتو، البانیا او تاجکستان څخه افغان اتباع لېږدول.
 
هغه زیاته کړه چې اوس مهال شاوخوا ۳۵ زره افغان کډوال دغه هېواد ته رسیدلي چې د کاناډا د ژمنې له مخې لږ تر لږه څلویښت زره تنه یې بیا میشت کړي.
 
باید وویل شي، چې جاپان هم پرون اعلان وکړ، چې د افغانستان د ۱۱۴ اتباعو پناه یې منلې ده.
 
https://avapress.com/vdcjmte8iuqeavz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته